کمپیوټر يو بريښنايي (الکترونيکی) وسيله ده چې معلومات څيړي او ساتي يې. کمپيوټر لاندې برخې لري:
کليدړه ( کيبورډ) او مونږک (ماؤس) سره د کمپيوټر کارونکے خپل معلومات کمپيوتر ته ورکوي.
کمپيوټر کې ډيره مهمه برخه سي پي يو (Central Processing Unit) ده چې د کمپيوټر ټولې عملې
کنترولوي او لارښونه ورته کوي
کليدړه (کي بورډ)
بله برخه يې د ټيلي ويژن په شان پرده (مانيټور) ده چې مونږ پکې د خپلو معلوماتو پايلې ګورو. کمپيوټر نورې برخې هم لري لکه، چاپګر ( پرنټر) چې په کمپيوټر کښې ليکل شوي متونونه چاپوي، انځورګر (سکېنر) دا چاپ شوې متونونه او يا هغه څه چې پر کاغذ ليکل شوي وې کمپيوټر ته انځوروي او داسې نور
کمپيوټر زمونږ په ورکړ شويو معلوماتو څه کوي؟
هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته د کليډړې يا مونږک په واسطه ورکوو هغه کمپيوټر CPU ته د تحليل له پاره ورکوي او وروسته د تحليل څخه يې پايله او نتيجه راته ښئي چې بيا دا معلومات په کمپيوټر کښې ساتلې شو.
کمپيوټر په خپله څنګه کار کوې او يا څنګه دا معلومات پيژني؟
کمپيوټر په باينري (Binary) سيتم کار کوي. باينري دوه ايز ته وايې، دا دوه ايز O او 1 دي چې د ماشين د ژبې (Machine Language) په نوم هم ياديږي.
ټول هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته ورکوو کمپيوټر يې باينري سيستم ته اړوي په دې معنا چې مونږ په يوه ژبه خبرې کوو او کمپيوټر يې د ځان له پاره په بله ژبه ( د ماشين په ژبه) اړوي.
که مونږ د لاتين (A) ليکو دا کمپيوټر 0000000001000001 په باينري شکل پيژني. پاتې دې نه وي چې 0 د مړ (off) او 1 د لګيدلی (on) په معنا دے لکه، بريښنايې څراغ که و لګول شې 1 به وی او که مړ شي نو 0 به وي.
لکه چې پورته مو وليدل A له پاره د يو لوے باينري رقم په کار دې نو ددې اوږدو رقمونو د لنډيز له پاره يو بل سيستم دے چې د هګذاډسمل (Hexadecimal) په نوم ياديږي دا د دوه کليمو هګذا (Hexa) شپږو(A, B,C, D, E, F) او ډسمل (Decimal) د لسو (0-9) څخه جوړ دے. راځئ چې د A هګذادسمل رقم وګورو نو هغه به 0041 په ډول وي.
مونږ په خپل ژوند کې کوم حسابې رقم پکاروو؟ څرګنده ده چې دسمل (0-9). زمونږ ټول حسابي رقمونه د همدې 0, 1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9 څخه جوړيږي.
کمپيوټر پښتو څنګه ليکئ؟
په همدې دوه ايز (باينري) 0 او 1 سيستم يې ليکي. نو کيدې شي تاسو وخاندئ او وبه وايئ دا خو مونږ پورته ولوستل چې کمپيوټر ټول معلومات 0 او1 ته اړوئ. دا هم سم ځواب دے خو پوره نه دے نوپوره ځواب به څه وي؟
د نړۍ ډېرې ژبې په کمپيوټر کښې ليکلې شو د هغې له پاره همدا هګذادسمل رقمونه دي او ورته يوني کوډ(Unicode) وائې.
که مونږ د لاتين A په نظر کښې ونيسو دا تورے دوه بڼې لري يو لوے A او بل کوچنے a وي. نو تاسو به ووايې زمونږ ژبه (پښتو) خو ډيره اسانه ده ځکه چې يوه بڼه لري.
خو داسې نه ده ، راځئ چې مونږ د (ب) تورې وګورو چې څو بڼې لري؟ دا ځانيز (ب)، سريز (با)، منځيز (ببا) او پاييز (بب ) بڼې لري.
کيدې شي تاسو اوس دا وپوښتئ چې د ب له پاره به يونې کوډ يا هګذاډسمل رقم څه وي؟
د ب له پاره يونې کوډ 067 E دي او په باينري 1110000001100111 دے خو د دې توري ډول، ډول بڼو له پاره ډول، ډول رقمونه پکاريږی چې دا رقمونه بله هيڅ ژبه کښې نه پکارول کيږي دا يواځې د همدې ب له پاره ورکړ شوي دی.
اوس دا ب خو په عربی، پارسي او نورو ژبو کې هم شته. دا خبره هم سمه ده زمونږ د ژبې (پښتو) ليک ډول (Script) هم عربې دے نو د پښتو خاص توري ټ، څ، ځ، ډ، ړ،ږ، ګ، ښ،ې، ۍ دي.
د يادونې ده چې اوس د کي بورډ پښتو کولو پروګرامونو پوستکالي يا سافټ وئير هم راغلي دي چې د هغو په کارولو سره کولې شو په کمپوټر کښې په مائېکرو سافټ ورډ کښې پښتو وليکو او هم يې په ولولو
..



No comments:
Post a Comment
یوه نړۍ مننه چې نظریه مو راکړه
د دوولسم دال ټولګي غړي