هو، کوم اختر؟ دکور او کلی اختر ، او که دمهاجرو اختر، کوم چې له خپل کور، کلي او بانډو څخه لیرې په پردس وطنوکې لمانځي دا یو څرګنده خبره ده چې اختر هر چاته په هر ځای کې چې وي پوره او یا نیمه خوله خندااو خوښي وربښي ۰
Friday, September 18, 2009
خاطره: کوم اختر؟
زموږ دکلي هغه کور
زمــــــوږ دکـلي هغه کور
هغه خټين ديوال کې لور
هــــــا نغری د لرګـــــو اور
چا رانه واخسته په زور ؟
دکور په مينځ کې وه بياله
هــــــا د انګـــــورو ښه چيله
پکې يوښکلې شان حجره
اوس ېې احتياج کړلو دنور
چــــــا رانه واخسته په زور؟
ښکلې باغچـــه دميلمنو
دڅــــــڼه ورو شــــــا ځلمو
وه د خوښۍا و بدو شپو
اوس راته پاته دی پيغور
چـــــا رانه واخسته په زور ؟
چا ترينه ويوړې دروازې
هم ېې کرکۍ ماتې ښیښې
نــــــې د تنورخـــــيژي لمبې
اوس لوټې لوټې دی نسکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
يمه مــــــحتاج د بل وطن
نه مې شته کورنه مې مدفن
وي بــــــه د هجــــــرځانکندن
مات زړونه څنګه شي ټکور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
ربــــــه موږ ستا يو بنده ګان
له تــــــانه غواړو موږ امان
يو زوريدلــــــي په بد شان
که ته زموږه شـــــې غمخور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
چــــــې ګران وطن موشي اباد
دغــــه غمجن زړونه شي ښاد
دســــــره جــــــوړ شي دا بنياد
افغاني بياشــــــوکــــــلی کور
چــــــا رانه واخسته په زور ؟
-----------------------------
سمیع الدین افغاني
٥ - ١٢ - ٢٠٠٩