افغانستان او د نړۍ هر ګوټ ته نامحدوده وړیا تیلیفونی پیغامونه واستوی

sms

Thursday, August 20, 2009

علم څه دى ؟


لیکوال:جان کورن ول
علم”
Science“ له يوې لاتيني كلمې ”Scientia“ ،چې دخبرتيااومعرفت ماناوركوي اخيستل شوې ده .دمفاهيمو،فرضيواونظرونواصولوپيژندلواوپوهيدلوته علم ويلاى شو،پردغويادوشوټكولږاومحدوبحث بسيانه كوي بلكې يوه اوږداومفصل فلسفي بحث ته اړتيالري.

پوهه اوديوڅه پيژندل په علم كې ”
Science“ شامېليږي ،علم په اصطلاحي ماناكې هغه څه دى چې دطبعيت څخه بحث كوي اوپرمعينولارولاس ته راځي .

ځينې فيلسوفان په نړۍ كې دشتومخلوقاتوپه شتون اوپه هغوي باندې دانسان دپوهيدوترمنځ دتوپيرپرمسئله قائل دي ،”كانت“ المانى فيلسوف له دوكلموفنومن”
Phenomena“(هغه څه چې دتجربې له لارې پرې پوهيدل شوني وي ) اونومن”noumen“ هغه څه چې دتجربې له لارې پرې پوهيدل شوني نه وي ) ګټه اخلي .

دغه رازكانت اوپلويان يې په دې باور دي ،چې ذهن يوازې ديوڅه ظاهري اړخ او”فنومن“باندې پوهيږي اود”نومن“ له پيژندلواوپوهيدلوناتوانه دى.البته دكانت له نظره دعقل په وسيله دنومن پيژندل ناشوني دي.

ګڼ شميركارپوهان دامني ،چې په علمي ډول دنړۍ پيژندل اوهرډول تحقيقات په نړۍ كې ممكن دي ،په هغه صورت كې چې تجربه ورسره نغښتې وي ،اونوموړي دا دعواى هم نه كوي ،چې ګواكې هرڅه دهغه په مطلقه ماناسره څرګنديږي ،بلكې پردې ټينګاركوي ،چې دتجربواومشاهدپربنسټ يې نوم او اوصاف غوره كوي اوټاكلى شي .

هغه چې اروپادناپوهۍ له درانده خوبه راووته نوعلم يې ديوې منظمې پوهې په ډول تعريف كړاوڅرګنده يې كړه چې هرهغه زده كړه اوپوهه چې په منظم ډول سرته رسيږي علم دى .

علم ډيره پراخه مانالري اوكله يې هم له ”فلسفې “سره يوشى بولي .په هغه وخت كې يې دطبعي”
Natural“ او”Science“ اواخلاقي علم ”Moral Science“ ترمنځ پرتوپيرباوري وه ،اودايې انګيرله چې يوله بل سره ډيرتوپيرلري اوترمنځه يې كوم تړاوشتون ندى موجود،اخلاقي علم هغه څه دى كوم ،چې نن ورځ يې كارپوهان فلسفه بولي .خوعلم په ننني عصركې هغه څه ګڼي ،چې پرتجربواستواروي اوداډول علم طبعي علم دى ،بايدووايوچې طبعي علم پرسخت علم”hard science“ اوسبك علم ”Soft Science“ وېشل شوى دى ،فزيك ،ځمك پيژندنه ،شيمي اوداسې نورسخت علوم دي اودغه رازانسان پيژندنه ،تاريخ،ټولنپيژندنه سبك علوم ګڼل كيږي .

هغه ډله چې پرپورته يادې شوې ډلبندۍ سره سلادي استدلال كوي ،چې سبك علوم دتجربې له لارې نشي كيداى ،بلكې دشواهدواوتاريخي رواياتوپه مرسته ددې ډول علم لړۍ غښتلې كيداى شي ،ددغه ډول علم په هكله دډيرومعلوماتودراټولولولپاره قوي فكراواستدلال ته اړتياليدل كيږي .

د”علم“ كلمه په هغوځايوكې كارول كيږي ،چې له علمي لاروهغوځايوكې ګټه اخيستل كيږي ،لكه كمپيوټر...فرضيه (
hypothesis) ،مډل (Model) ،نظريه(Theory) قانون(Low) په علم كې بېلابېلې ماناوې لري اوپه ورځنيوخبرو آتروكې ډيرې په خوله راځي .

يوعالم د”مډل“په مرسته كولاى شي ،چې ديوڅه وړاند وينه وكړي اودتجربې په مرسته يې په هرډول ځانګړنووپوهيږي .

”فرضيه“ په علم كې هغه څۀ دي ،چې هغه څه په ثبوت ورسوي كوم چې دتجربې له لارې په مكمل ډول ثبوت شي اونه په پوره ډول ردشي.

آيارياضي علم دى ؟

ځينې پوهان اورياضي دانان په دې باوردي ،چې درياضي مسائل ټول په ازمايښت اوتجروبواستواردي نوله دې كبله نوموړي انګيري چې رياضي علم نه دى اوزياتوي چې هغه څه كوم چې په تجروبواو ازمايښتونوولاړوي علم نه دى ،نوموړي استدلال كوي چې رياضيكي فرضيې اونظريې دازمايښت وړنه دي اودتجربې له لارې هم ناشونې برېښي ،كه څه هم رياضي علم دى يانه دى خودااړينه ده ،چې رياضي دعلم لپاره ضروري ده دهرډول علم لپاره دمشاهداتواوتجروبودسرته رسولولپاره رياضي ضروري ګڼل كيږي ،حساب،ديفرينسيال،انتيګيرال درياضي هغه ښاخونه دي چې په هغوعلوموكې ،چې په تجروبوولاړوي ترې په پراخه كچه ګټه اخيستل كيږي ،رياضيات دنړۍ پيژندلوښه وسيله ده .

نړيوال جال (انټرنټ) څه دى ؟

دشلمې پېړۍ له پام وړاوډېروارزښتمنوپرمختګونوڅخه يوهم دسولګر(كمپيوټر) اوبياله دې راوروسته دنړيوال جال ياانټرنټ منځه ته راوړل ؤ،چې په ريښتيايې هم ټوله نړۍ په يوكلي اوښارګوټي بدله كړه اودنړۍ ګڼ شميروګړي يې سره په يوه جال كې سره راغونډ كړل .دغه رازكه دسولګرعمرته پام وكړو كيداى شي ټول عمريې ترپنځوسوډيرنه وي اونړيوال جال خولادم ګړۍ تنكى دي ډيرعمريې نه دي وتلى دځوانۍ دوره يې كيداى شي له ۱۹۹۶ كال راپه دېخوا اټكل شوې وي ،په دې ستراوپراخ جال كې هرشى په مختلفوبڼوځاى شويدي ،اووګړي ورڅخه ديوې بنسټيزې آسانتياپه توګه ورڅخه ګټه اخلي ،ددې ستراوپراخ جال وياړدلومړي ځل لپاره امريكايانووګاټه ،چې ورسره جوخت يې كارول هم ډيرشول ،ويل كيږي چې په ۲۰۰۵ سپوږميزكال كې داحصايې له مخې ۱۴ سلنۍ (فيصده) وګړي نړيوال جال (انټرنټ) كاراوه. زماپه اند دا شميرنه په هرهېواد كې توپيرلري دبېلګې په توګه دچك جمهوريت ټول وګړي په ۲۰۰۵ كې ۱۲ ميليونه شميرل شوي اودوېبپاڼوشميريې په ۲۰۰۳ كال كې ۲۷۶ زره وه،چې دهروزروكسانوپه سر۲۷ وېبپاڼې رسيدلې ،چك په اروپايي هيوادونوكې يوبېلګه ييزهېواد دي چې نه ډيرپرمخ تللى دي اونه شاته پاته دى .
دغه رازپه جرمني كې دهرو زرو كسانوپه سر
۸۵ وېبپاڼې رسيږي اوفكركيږي ،چې داشميره به دم ګړۍ له ۱۰۰۰ هم اوښتې وې ،كه په افغانستان كې دې ته نظروكړوپه ۲۰۰۳ كې دانټرنټ دكاركوونكوشمير۱۰۰۰ ته اودوېبپاڼوشميريې د۷۰۰ په شاوخواكې اټكل شويده ،چې وركې دپښتووېبپاڼوشميريې بېخي كم يانې ۵۰ ته رسيږي .
په نړيواله كچه نړيوال جال(انټرنټ) دګڼ شميرسولګرو(كمپيوټرو) نښلوولوته وايي،چې په ټوله نړۍ كې ديوې شبكې (جال) په بڼه سره نښلول شوي دي،په نوموړي نړيوال جال كې دسولګرواودهغوي دټولوجانبي وسايلو،ټيليفوني كرښواوسپوږمكيوټول اړيكتيايي كانالونه اوسمبالوونكي ميكانيزمونه ځاى شوي دي ،چې كولاى شي په ښه ډول اړيكې له يواوبل سره ټينګې كړي ،دغه رازكله چې له نړيوال جال سره په نښلوول شوي سولګرباندې كاركوو،كولاى شوله بل داوړسولګرسره ،چې په نړيوال جال پورې تړلى وي اودې نړۍ په هره څنډه كې وي اړيكې ټنګې كړو،ليك ورته واستوو،مخامخ ورسره خبرې وكړو،......
دانټرنټ په مرسته دليكونوليږدول په نړۍ كې دليكونودليږلوډيرډاډمن كره ،خوندي ،اوچټك ډول دى،څرنګه چې هروګړى دهغه دمطالعې دترلاسه كولولپاره دقيق اوځانګړي كوډونه(شفرونه) لري ،كولاى شودنړيوال جال له لارې مقابل لوري سره خبرې وكړو،اوله دې سره جوخت دمقابل لوري انځور،اوهغه ځاى، چې پكې دى دخپل سولګردپردې پرمخ ووينو،يانې دانټرنټي اوويډيويي كنفرانسونوجوړول يې ښې بېلګې دي.
دوېب (
www) له لارې ،چې دنړيوال جال يوه برخه ده ،اوګڼ شميرموسسې ،دولتي اوشخصي ارګانونه ،سازمانونه،نندارتونونه،پوهنتونونه،علمي اوكلتوري مركزونه،كتابتونونه،ورځپاڼې،ډاكټران اودغه راز انفرادي وګړي په نړيوال جال كې خپلې اوځانګړې پاڼې لري .مونږپه دغوپاڼوكې دورننوتواوپرانېستلوسره كولاى شودنوموړې پاڼې له خاوند،اوياشركت سره وګورو،دغه رازمونږ په وېب كې هر راز لټونې ترسره كولاى شو،هرډول معلومات اوهر راز موضوع ګانوباندې ،چې وغواړولاس برى پيداكړوپه ښه اوكره ډول يې كولاى شو،دبېلګې په توګه وال سټريټ ژورنال ،بېنوا،ټول افغان ،ميدان بلاګ پا،خپلې ځانګړې وېب پاڼې لري ،دهغوي دځانګړوكوډونودټايپولووروسته نوموړې پاڼې زمونږدسولګرپرمخ پرانېستل كېږي .
داوړمونږ كولاى شوهغه وروستي خبرونه،چې د
BBC ياآشناراډيوله لارې خپريږي پريومهال دكبل له لارې واورو،دغه رازدرسي كتابونه ،كلاسيك اثار،علمي اوكلتوري اثارترنويوكارونو،چې ترسره كيږي ،مونږكولاى شوهره پاڼه دنوموړواثارودخپل سولګردليداني (مونيټور)پرمخ په ښه ډول وګورومطالعه يې كړو،اويايې دخوندي كولولپاره دچاپګر(پرېنټر)په مرسته پرچاپي بڼه لاس ته راوړو،داوړنن په سوداګرۍ كې له نوموړي نړيوال جال څخه ګټه اخيستل يواړين كاربرېښي ،سربيره پردې ديوه توكي دپيرودلووړاندې دنوموړوتوكودتوليدوونكوبېلابېلوكمپنيواوپلورنكوزرګونووېب پاڼوته مراجعه وكړو،هغه وګورواودهغه دكيفيت ،څېرې ،ارزښت او...په اړه هراړخيزه څېړنه وكړو.اودهغودپېرودنې په هكله خپل هوډ څرګندكړو،داهم په انټرنټ كې كولاى شو،چې خپل صادراتي مالونه اوسامان الات په خپلووېب پاڼوكې ځاى پرځاى كړو،اودنړيوال جال له لارې دخپلوصادراتي مالونوټولوپيرودونكوسره دنړۍ په بېلابېلوښارونوكې اړيكې ټينګې كړو،داوړنن په نړۍ كې داسې شركت ياكمپنۍ شتون نلري،چې دنړيوال جال له اسانتياووڅخه بې برخې وي .
دنوموړي جال دلاس ته راوړولارې ډېرې دي دبېلګې په توګه كولاى شوخپل سولګردډيجيتل ټيليفون سره ديولين په مرسته ونښلوو،يادبېسيم
Wireless دانټرنټ له ځانګړي ډېش انتن څخه په مرسته خپل سولګردانټرنټ له شبكې سره ونښلوو.
دښاري (ډيجيتل)ټيليفون له لارې نړيوالې شبكې سره داړيكوټنګول يوله بنسټيزوچوپړونوڅخه ګڼل كيږي ،چې په كوركې له انټرنټ څخه دګټې اخيستولپاره اودانټرنټ چوپړونوته دلږواړتياووپه باب ګټه اخسيتل كيږي ،دنوموړي نړيوال جال دګټه اخيستولپاره هرګډونكوونكى يوسولګراويوموډم ته اړتيالري ،چې له خپل سولګرسره يې ونښلوي ،دګډون كوونكي نوم،اړونده شميره (كوډ) او
۰۸۰۰۸۰۰۰۰۰۰ شميره ډايل كړي انټرنټ سره به ونښلي،داوړپه قراردادي بڼه دنداتيلي كمونيكېشن له خواهرګډون كوونكي ته وېشل كيږي ،اوترېنه په ښه ډول ګټه پورته كولاى شي .
دبېسيم
wireless له لارې له نړيوال جال سره په دې ډول اړيكې ټينګې داى شي ،چې دبېسيم دځانګړې دستګاه په مرسته ،چې نداتيلي كمونيكېشن يې وړاندې كوي او دانټرنټ له نړيوال جال سره د لوړاوښه كيفيت لرونكى سيسټم دى ،دانټرنټ داوړاړيكه دوګړو،موسساتو،شركتونولپارګټوردي ، ځكه چې په لوړه تېزۍ سره انټرنټ ته اړتيالري اودپيغامونودليږدولواواخيستلوحجم يې زيات دى ،دبېلګې په توګه هغه ګډونكوونكي ،چې غواړي ويډيويي اوراډيويي پيغامونه ترلاسه كړي ،ياوغواړي ويډيويي اوانځوريزې وېب پاڼې راوسپړي ،نوموړې اړيكه دبېسيم له لارې ګډونكوونكي ته ددې امكان برابروي ،چې خپل سولګردځانګړې الې له لارې نېغ په نېغه له (ندا) سره ونښلوي ،داوړله انټرنټ سره دهغه له ټول لوړكيفيت سره دلاس بري ضامن دى.

د(نداتيلي كمونيكېشن ) شبكه دبېسيم له لارې ګڼ شميرسولګرونه له نړيوال جال (انټرنټ)سره نښلوي ،دترلاسه كولو لوړ ګړنديتوب اوله Kbps 32 څخه ترMbps 4 په ثانيه كې دپيغامونوليږدول ،له ځنډ پرته دراډيويي پيغامونواورېدل ،دوېب پاڼې اوفايل دخوندي كولو،دپيغامونودترلاسه كولواوليږلولپاره دځانګړي اېمېل( Email ) امكانات ،دويډيويي كنفرانس امكاناتوبرابرول دنړيوال جال څخه په مرستې او نامحدوده توكه ګټه اخيستل كيږي.=

کمپيوټر څه شے دے، څه کار کوي او پښتو څنګه ليکي؟

کمپیوټر يو بريښنايي (الکترونيکی) وسيله ده چې معلومات څيړي او ساتي يې. کمپيوټر لاندې برخې لري:

کليدړه ( کيبورډ) او مونږک (ماؤس) سره د کمپيوټر کارونکے خپل معلومات کمپيوتر ته ورکوي.

کمپيوټر کې ډيره مهمه برخه سي پي يو (Central Processing Unit) ده چې د کمپيوټر ټولې عملې

کنترولوي او لارښونه ورته کوي

کليدړه (کي بورډ)

بله برخه يې د ټيلي ويژن په شان پرده (مانيټور) ده چې مونږ پکې د خپلو معلوماتو پايلې ګورو. کمپيوټر نورې برخې هم لري لکه، چاپګر ( پرنټر) چې په کمپيوټر کښې ليکل شوي متونونه چاپوي، انځورګر (سکېنر) دا چاپ شوې متونونه او يا هغه څه چې پر کاغذ ليکل شوي وې کمپيوټر ته انځوروي او داسې نور

کمپيوټر زمونږ په ورکړ شويو معلوماتو څه کوي؟

هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته د کليډړې يا مونږک په واسطه ورکوو هغه کمپيوټر CPU ته د تحليل له پاره ورکوي او وروسته د تحليل څخه يې پايله او نتيجه راته ښئي چې بيا دا معلومات په کمپيوټر کښې ساتلې شو.

کمپيوټر په خپله څنګه کار کوې او يا څنګه دا معلومات پيژني؟

کمپيوټر په باينري (Binary) سيتم کار کوي. باينري دوه ايز ته وايې، دا دوه ايز O او 1 دي چې د ماشين د ژبې (Machine Language) په نوم هم ياديږي.

ټول هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته ورکوو کمپيوټر يې باينري سيستم ته اړوي په دې معنا چې مونږ په يوه ژبه خبرې کوو او کمپيوټر يې د ځان له پاره په بله ژبه ( د ماشين په ژبه) اړوي.

که مونږ د لاتين (A) ليکو دا کمپيوټر 0000000001000001 په باينري شکل پيژني. پاتې دې نه وي چې 0 د مړ (off) او 1 د لګيدلی (on) په معنا دے لکه، بريښنايې څراغ که و لګول شې 1 به وی او که مړ شي نو 0 به وي.

لکه چې پورته مو وليدل A له پاره د يو لوے باينري رقم په کار دې نو ددې اوږدو رقمونو د لنډيز له پاره يو بل سيستم دے چې د هګذاډسمل (Hexadecimal) په نوم ياديږي دا د دوه کليمو هګذا (Hexa) شپږو(A, B,C, D, E, F) او ډسمل (Decimal) د لسو (0-9) څخه جوړ دے. راځئ چې د A هګذادسمل رقم وګورو نو هغه به 0041 په ډول وي.

مونږ په خپل ژوند کې کوم حسابې رقم پکاروو؟ څرګنده ده چې دسمل (0-9). زمونږ ټول حسابي رقمونه د همدې 0, 1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9 څخه جوړيږي.

کمپيوټر پښتو څنګه ليکئ؟

په همدې دوه ايز (باينري) 0 او 1 سيستم يې ليکي. نو کيدې شي تاسو وخاندئ او وبه وايئ دا خو مونږ پورته ولوستل چې کمپيوټر ټول معلومات 0 او1 ته اړوئ. دا هم سم ځواب دے خو پوره نه دے نوپوره ځواب به څه وي؟

د نړۍ ډېرې ژبې په کمپيوټر کښې ليکلې شو د هغې له پاره همدا هګذادسمل رقمونه دي او ورته يوني کوډ(Unicode) وائې.

که مونږ د لاتين A په نظر کښې ونيسو دا تورے دوه بڼې لري يو لوے A او بل کوچنے a وي. نو تاسو به ووايې زمونږ ژبه (پښتو) خو ډيره اسانه ده ځکه چې يوه بڼه لري.

خو داسې نه ده ، راځئ چې مونږ د (ب) تورې وګورو چې څو بڼې لري؟ دا ځانيز (ب)، سريز (با)، منځيز (ببا) او پاييز (بب ) بڼې لري.

کيدې شي تاسو اوس دا وپوښتئ چې د ب له پاره به يونې کوډ يا هګذاډسمل رقم څه وي؟

د ب له پاره يونې کوډ 067 E دي او په باينري 1110000001100111 دے خو د دې توري ډول، ډول بڼو له پاره ډول، ډول رقمونه پکاريږی چې دا رقمونه بله هيڅ ژبه کښې نه پکارول کيږي دا يواځې د همدې ب له پاره ورکړ شوي دی.

اوس دا ب خو په عربی، پارسي او نورو ژبو کې هم شته. دا خبره هم سمه ده زمونږ د ژبې (پښتو) ليک ډول (Script) هم عربې دے نو د پښتو خاص توري ټ، څ، ځ، ډ، ړ،ږ، ګ، ښ،ې، ۍ دي.

د يادونې ده چې اوس د کي بورډ پښتو کولو پروګرامونو پوستکالي يا سافټ وئير هم راغلي دي چې د هغو په کارولو سره کولې شو په کمپوټر کښې په مائېکرو سافټ ورډ کښې پښتو وليکو او هم يې په ولولو

..

څنګه کولای شو چی په یو وخت په یو کمپیوټر کې د یوې څخه زیاتې ایډی ګانې خلاصې کړو

well it's really easy....here u go

1-click on start menu
2-than run
3-write "regedit" in run and press enter
"Registry Editor" Box will open
4-click on "HKEY_CURRENT_USER"
5-than click on "software"
6-than "yahoo"
7-than "pager"
8-than "test"
9-in test make new DWORD Value


10-Raname is to "Plural"



11-than right click on it n modify it's value



12-Put value "1" in the box



13-click ok n close Registry Editor n Your's yahoo is Multi

Note:- it's work only on version (8.1)

که لا اوس هم له کوم د کوم مشکل سره مواجه یاستی نو اجازه راکړی چې پوه شم

By: waheedullah "wahidee"

د دوولسم دال ټولګي لخوا

سلامونه او نیکی هیلې د ټولو لخوا ومنی ګرانو کتونکو مونږ تل هڅه کوو تر څو تاسو ته د خوښې وړ عکسونه ، پښتو مقالې او په زړه پورې ویدیو ګانې خپرې کړو نو که چیرې تاسو کوم په زړه پورې مقاله یا کوم عکسونه ولری نو په لاندې پته یی راولیږی تر څو په ستاسو خپل ویب بلاګ کې یی درته خپاره کړو
waheedullah@live.com