افغانستان او د نړۍ هر ګوټ ته نامحدوده وړیا تیلیفونی پیغامونه واستوی

sms

Saturday, September 12, 2009

ساینسي معجزې په قران کریم کې



غرونه

پروفیسور (ایمریتیس فرانک پریس) چې د امریکا دپخواني رییس جمهور جیمی کارتر د ساینس د چارو سلاکار وو او دولس کاله د واشنګټن د ساینس او ملي اکاډېمۍ رییس وو په خپل کتاب (ځمکه) چې د نړۍ په ډیرو پوهنتونوکې د اساسی ریفرنس او درسي کتاب دئ لیکي:
غرونه د مځکې لاندی بنیادي جرړي لری دا جرړي په مځکه ننوتلي دي چې د موږي یا میخونو بڼه لري دا هغه شی دئ چې قران کریم هغه(
۱۴) پیړۍ مخکې تشریح کړی دي الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:
سوره
۷۸:۶-۷
«آیانه ده ګرځولې موږ مځکه بستر(فرش) ، او غرونه[اوتادا] میخونه؟»
دمځکې پر سر غرونه لکه میخونه د ي چې دا جرړي د مځکې لاندی پټ دي، د ساینس په اساس لومړی تیوری چې ویل شوی غرونه ژوري جرړي لري په (
۱۸۶۵ )د ( منجم رویل .سر جورج هیري )ویلي دي هغو ویل: غرونه د مځکې دقشر په ثابتوالی کې مهم رول لري او د مځکې د ښوریدو اوخوځښت خنډ ګرځي.
الله (ج) په قران کریم کې ویلي دي:
۱۶:۱۵« او غورځولي یې دي پر مځکه بارونه (غرونه) لپاره ده دې چې ونه ښورېږي مځکه پر تاسو باندي ...»
د پلیټ نیولونننۍ تیورۍ ثابتوي چې غرونه د مځکې موازینه ساتي دا تیوري چې غرونه د مځکې موازینه ساتي په کال(
۱۹۶۰)کې ویل شوي ده.
د جیولوژي په اساس د مځکې شعاع(
۶۰۳۵ )کیلو متره ده د د بحر لاندی د ځمکې قشر( ۵)کیلومتره دئ او د غرونو لاندي دا قشرتر( ۸۰) کیلومتر پورې رسیږی هر څومره چې دمځکې قشر نرۍ کیږي په هم هغه اندازه د مځکې د ښوریدو دامکانات ډیر یږي.
الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

۲۱:۳۱«او پیدا کړی موږ په مځکه باندې درانه غرونه ولاړ چې ونه خوځیږي دا مځکه په دوی، ګرځولی دي موږ په په دغه(مځکه) کښې ارتي لاري دپاره د دې چې دوی لاري ومومي»
آیا د حضرت محمد (ص) په وخت کې خلک د غرونو په اساسي شکل پوهیدل؟ ان چا دا ګمان کولای شوچې دا جامد غرونه په مځکه کې غږیدلي دي او جرړي لري لکه چې اوسیني ساینس پوهانو هغه تایید کړې ده.
معاصري اونننۍجیولوژي هم دا د قران کریم سوره تصدیق کړی ده .


د مځکې څرخېدل:

الله (ج) په قرانکریم کې فرمایي:
۳۹:۵«پيدا کړی دي آسمانونه او مځکه په حق سره تاووي[کور] شپه پر ورځي او تاووي ورځ په شپه او مسخر کړی لمر او سپوږمۍ چې هر یو روان دي تر مسمی شوی نېټې پوري...»
د عربي لغات (کور) اصلي مانا د انګریزي (کویل) سره یو شی ده لکه پر سر باندی لونګۍ پیچل .
الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:
۲۷:۸۸«...او وینې به ته غرونه ګمان به کوې ته پرهغو چې کلک ولاړ دي حال دا چې دوی به ځی تیریږی په شان د اوریځي ...»

بحرونواو سیندونو:

دنننۍ ساینس د کشف په اساس هلته چې دو بحرونه سره یو ځای کیږی د هغو تر مینځ یو حایل شته دا حایل د دوو هغو بحرونه تر منځ چې متفاوته تودوخه ،مالګینتوب او کثافت لري شته د مثال په توګه د مدیترانې بحراوبه نسبت د اتلانیک د بحر اوبو ته تودې، مالګینې او لږ کثافت لرونکی دي.

http://tanzona.com/images/tanzona%20pics/12-25.jpg


نوکله چې په (ګبریال درشل) کې د مدیترانې دبحر اوبه د اتلانیک بحر ته د څو کیلو مترو په اوږدوالي او د زرو مترو په پلنوالي ننوځي دا اوبه هلته ثابتي پاته کیږي د بحرغټي چپې ، مدوجذر او قوی جریانات دا اوبه نه سره ګډوي او دااوبه د یو بل سره نه ګدیږي .
الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:
۵۵:۱۹-۲۰«..بهولی یې دي دوه بحرونه سیندونه چې یو ځای ښکاریږي په منځ د دواړو کښې یو مانع ده چې نه ګډېږی یو په بل باندی»
خو کله چې قران کریم وایي د خوږو او ترخو اوبو تر منځ یو جلا کوونکۍ شته چې دو ی نه پرېږي سره ګډي شي .
الله (ج) په قرانکریم کې فرمایي:
۲۵:۵۳«..خوشي کړي یې دي دوه بحرونه سیندونه چې دغه خوږ دئ ډیر خوږ چې تنده ماتوونکۍ او هغه تریو دئ او ګرځولې ده (الله) په منځ د دغو دواړو کښې یوه مانع او[برزخ] منع کوونکي حصه ..»
که یو سوال وشي چې ولي قران کریم د خوږو او ترو اوبو تر منځ کښې مانع وایي .؟او د بحرونو تر منځ بیا مانع اومنع کوونکي حصه وایي؟
نننۍساینس دا کشف کړېده چې د بحر په هغه کوشنۍ برخه چې سیند ته ننوځي اوهغه ځای کې تروې او خوږې اوبه سره یو ځای کیږی نو خوږې اوبه د تروواوبو نه جلا وي او د دوی تر منځ یو( پیکنوکلین زون )جوړیږي چې کثافت یې ددې دواړو اوبو نه توپیر لري ددې جلا کوونکي زون مالګه هم د دې خوږو او تروو اوبو نه توپیر لري
دا معلومات اوس په دې وروستیو کلنو کې د ډیرو پر مختللو وسایلو چې د بحرونو تودوخه،د مالګې اندازه ، کثافت او په اوبو کې دمنحل شوی اکسجن اندازه مالوموي کشف شوي دي د انسان په سترګو دا توپیرونه نه مالومیږی او ټوله ورته یو ډول ښکاري

www.12th-dal.blogspot.com

waheedullah@live.com

No comments:

Post a Comment

یوه نړۍ مننه چې نظریه مو راکړه

د دوولسم دال ټولګي غړي